IQNA

 د اسلامی نړۍ د راتلونکي په انځورولو کې د پوهنتوالو رول ډير مهم دی

5:41 - May 15, 2024
د خبر لمبر: 3489223
د ملایشیا لومړي وزیر  په یولړ څرګندونو کې په انساني ارزښتونو سره  د اسلامی نړۍ لپاره  د یوه روښانه  راتلونکي  په پلانونې کې د مسلمانو پوهنتونوالو  درول په اهمیّت ټینګار کړی دی.

زمونږخبریال د ایکنانیوز له قوله راپور راکړ،د ملایشیا لومړی وزیر انور ابراهیم په یو لړ څرګندونو کې انساني ارزښتونو ته دا حترام په ضرورت ټینګار کړی او له مسلمانو پوهنتوالو ئې غوښتي ، ددغو ارزښتونو دفاع  ته دې ژمن شي او د اسلامی نړۍ   لپاره د  یوه لا روښانه  راتلونکي په پلانونې کې  پر مخ لاړ  شي.

هغه په ایکس پاڼې کې  په اسلامی نړۍ کې د مطرحو چیلنجونو  ته په  اشارې سره د اسلامی نړۍ له مشرانو غوښتي،څو  له اسلامه د ویرونې  له پروسې ،توپیر  او دنړۍ د قدرتونو له نفاق سره  د مقابلې لپاره دې  خپل ځواک سره غونډ کړي .

انور ابراهیم زیاته کړې ده،اسلامی امت باید عقلاني اقدامات وکړي او د علم، اخلاقو،انساني مهربانۍ او تقوا په فرهنګ سره چې د ختیځ کلتور او اسلامی تعلیمات ورباندې ولاړ دي ، دقدرت ریښو ته بیرته وګرځي .

د ملایشیا لومړي وزیر د اسلام د راتلونکي په باب په قطر کې د حمد بن خلیفه پوهنتون په بلنې سره په یوې عمومی وینا کې  خبرې کولې او د نړیوالې تولنې په تیره بیا د لویدیځي هیوادونو دناکامۍ په باب چې داسې ښکاري  په هغه څه ئې چې په غزې کې  روان دي، سترګې پټې کړي دي  ناامیدي ښکاره کړه.هغه دغه راز اعتراف وکړ چې ډیره خواشینونکي ده چې وینو ډیری غیر اسلامی هیوادونه  پخپلو هیوادونو کې د مسلمان لږکي په باب دبې عدالتۍ او نفرت دغه څپه  راپورته کړې ده. هغه ووئیل، ولې د انسانیّت ، ،ډيموکراسۍ او انسانی حقوقو خبرې کوئ ، چې اجازت مو ورکړی دی  وحشي ډوله اقدامات  ددغو اصیلو ارزښتونو خلاف ورزی وکړي او  د   خلګو دیوې  خاصې پرګنې  په ضد  هغه که په روانډا کې وي او که په غزې تړانګې کې ، نسل وژنې وشي.؟

https://iqna.ir/fa/news/4215832/

captcha